لیک: حبیب الرحمن تاثیر
په هیواد کې اوږدې او خونړۍ جګړې نه یواځې د افغانستان زیربناوې ړنګې کړې، بلکې کاري ځواک چې ډیری برخه یې ځوانان دي هم ترې چور کړ، خو د دې چور ترڅنګ یې د ځوانانو استعدادي حیثیت او مهالنۍ خودمختاري هم ورڅخه واخیسته، هغه دا چې په افغاني ټولنه کې په یوویشتمه پېړۍ کې هم ځینې ځوانان په ځینو تر ځان ټیټو او لویدلیو کسانو پسې روان او له خپل صلاحیت، تعلیم او مسلکیتوب څخه ګټه نه پورته کوي.
د ټولنې د تقاضاوو او اړتیاوو له مخې ځوانان باید خپل استعداد او پوهه په کار واچوي، د یوویشتمې پیړۍ له ضرورتونو او غوښتنو سره سفر وکړي، خو د ساینس، ټیکنالوژۍ او نورو پرمختګونو ترڅنګ سیاسي پوهه او خود مختاري هم په نظر کې ونیسي، ځکه ځینې ځوانان لا هم په ړانده، کاڼه او وراسته تقلید بوخت او په هغه چا پسې روان دي چې پوهه، علم او استعداد یې ورڅخه کم او د نېشت برابر وي.
ظاهره خبره ده چې موږ او تاسو په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې په روایاتو ټینګار کوي او ځوانان یې د روایتې فرهنګ په قید کې بندیوان ژوند کوي، خو ځینې هغه ځوانان چې له پورته ذکر شوي تقلید څخه ځوریږي، اړکیږي چې د تېښتې لاره خپله کړي، نورو هیوادونو ته لاړ شي او هیواد او هیوادنۍ زمواري ته شا واوړي.
ځوانان د هرې ټولنې له پاره بې بدیله انرژي ده، له نیکه مرغه ځوانان د افغانستان د ټولنې یوه لویه برخه جوړوي، که چیری دغه ځوانان په ګډه د پرمختګ له پاره نه ستړي کیدونکي کارونه وکړي او د ځینو بې خونده څیرو له نامناسب تقلید څخه مخ واړوي، ګټې به یې زیاتې وي، یوه دا چې تش په نامه مشران به بې پر ځای پاته شي بله دا چې دوی به د نوې نړۍ په نوي سیاسي کاروان کې ولس ورسره روان کړي.
نظرات شما عزیزان: